ads

د جان مك كېن په مشرۍ د امريکا د کانګرېس پنځه کسيز پلاوى کابل ته راغلى

د جان مك كېن په مشرۍ د امريکا د کانګرېس پنځه کسيز پلاوى کابل ته راغلى دى.
دغه پلاوى به نن له غرمې وروسته په يوه خبري غونډه کې ګډون وکړي او د خپل سفر د هدفونو په اړه به جزيات وړاندې كړي.

نویسنده: sarwan
13 چنګاښ 1396
د جان مك كېن په مشرۍ د امريکا د کانګرېس پنځه کسيز پلاوى کابل ته راغلى
Sen. John McCain, R-Ariz., called the 800-page immigration reform bill proposed by a bipartisan group of senators a "fair, comprehensive and practical solution" to a difficult problem.

د جان مك كېن په مشرۍ د امريکا د کانګرېس پنځه کسيز پلاوى کابل ته راغلى دى.
دغه پلاوى به نن له غرمې وروسته په يوه خبري غونډه کې ګډون وکړي او د خپل سفر د هدفونو په اړه به جزيات وړاندې كړي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان ته د دغو سناتورانو سفر تاييد کړى، خو نور جزيات‎ يې نه ‎دي ورکړي.
افغان حکومت تراوسه كابل ته د امريكايي سناتورانو د سفر په اړه څه نه ‎دي ويلي.
په دې سفر کې د امريکا د سنا د پوځي خدمتونو کمېټې له مشر جان مک کېن سره د سنا نور غړي لينډسي ګراهام، اليزابت وارِن، شلډون وايټ ‌هاوس او ډېويډ پِرډو ملګري دي.
دغه پلاوى پاکستان ته له سفر وروسته افغانستان ته راغلى دى.
يادو امريكايي سناتورانو د پاكستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د افغانستان د سولې او په سيمه کې د تروريستي ضد هلو ځلو په اړه خبرې وکړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA