ads

جلال اباد کې د پوځي جامو ازاد پېر او پلور

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، په جلال اباد ښار کې په ازاد ډول د پوځي جامو پېر او پلور دوی اندېښمن کړي دي او ښايي، له دې جامو د حکومت وسله وال مخالفين او نورې ډلې ټپلې په بريدونو او ناامنیو کې ګټه واخلي.

نویسنده: sarwan
13 چنګاښ 1396
جلال اباد کې د پوځي جامو ازاد پېر او پلور

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، په جلال اباد ښار کې په ازاد ډول د پوځي جامو پېر او پلور دوی اندېښمن کړي دي او ښايي، له دې جامو د حکومت وسله وال مخالفين او نورې ډلې ټپلې په بريدونو او ناامنیو کې ګټه واخلي.
دوی وايي، په بازارونو کې په ازاد ډول د پوځي جامو پلور د دې سبب شوی، چې ترهګر او مجرمین په اسانۍ سره له پوځي لباسونو په جرمونو کې ګټه واخلي.
خو د ننګرهار امنیتي چارواکي که څه هم دغه ستونزه مني، چې په ښار کې په ازاد ډول د پوځي لباسونو پلور اندېښنې زیږولې، خو وایي، ډېر ژر به په دې اړه جدي ګامونه پورته شي.
د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، که چېرته امنیتي چارواکي په ښار کې د پوځي لباسونو د پېر او پلور مخه ونه نیسي، نو شونې ده چې د حکومت د وسله والو مخالفينو تر څنګ نورې ډلې هم له دغو لباسونو په استفادې غیرقانوني کړنې ترسره کړي.
دوی پر امنيتي ادارو نيوکه کوي او وايي، که د دغه پوځي لباسونو د ازاد پیر او پلور مخه نه شي نيولای، نو له خلکو سره دې هسې بې ځایه ژمنې هم نه کوي.
د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي وکیل کلید ته وویل: ((حکومت هومره هم کمزوری نه دی چې د دې پوځي لباسونو د ازاد پېر او پلور مخه نه شي نیولای، د یوې ورځې کار دی، ټول دوکانونه دې ورته وتړي.))
له بل لوري د دغه ښار بل اوسېدونکی صبور وايي: ((که حکومت همداسې ویده وي او قومندان یې ګوري، خو مخه یې نه نیسي نو بله ورځ به طالبان او داعشيان هم د دولتي سرتېرو په جامه کې ښار ته راځي او څوک به يې په دې ګمان چې دولتي سرتېري دي مخه هم نه نيسي.))
له بل لوري بیا خبریال او د چارو کتونکي میرویس رحماني کلید ته وویل، په جلال اباد ښار کې د پوځي لباسونو پلور د حکومت وسله والو ته دا موقع برابره کړې، چې له دغو لباسونو د همدې نظام پر ضد استفاده وکړي.
نوموړی هم له امنیتي چارواکو غوښتنه کوي، چې د دغه ډول کاروباریانو مخه ونیسي او د پوځي لباسونو د پلور لپاره دې یو مشخص ځای وټاکي: ((واقعاً هم په ښار کې د پوځي لباسونو او نورو پوځي توکو پیر او پلور ګڼې ستونزې را پیدا کړې او لا به یې هم را پیدا کړي، امنیتي چارواکي دې د دې مخه ونیسي.))
اخوا د ننګرهار امنیتي چارواکي مني، چې په ښار کې باید پوځي لباسونه په ازاد ډول ونه پلورل شي خو دوی وايي، په لویه کچه یې د مخنیوي هڅې پیل کړې دي.
د دغــه ولایت امنیــه قــومنــدان لــوی پــاســوال عبدالرحمن رحیمي له کلید سره په خبرو کې وویل، چې د وزارت په کچه په دې موضوع کار پیل شوی څو د پوځي جامو د ترلاسه کولو لپاره يو مشخص ځای وټاکل شي.
نوموړی وايي، په جلال اباد ښار کې یې د پوځي جامو او نورو توکو د پیر او پلور د مخنیوي لپاره امنیتي او کشفي ارګانونو ته دنده سپارلې او ژر به په دغه برخه کې لاسته راوړنې هم ولري: ((دا ستونزه شته او یو شمېر نظامي کسان هم خپلې درېشۍ په همدې خیاطانو ګنډي، د وزارت په کچه په دې تړاو په یوه کړنلاره کار روان دی، بله دا چې موږ هم خپلو منسوبينو ته دنده سپارلې چې په دې برخه کې قانون پلی کړي.))
د راپورونو پر بنسټ د پوځي جامو او تجهیزاتو د پېر او پلور په برخه کې د مسوولو حکومتي ادارو بې غوري د دې سبب شوې، چې خپلسرې وسله والې ډلې او وسله وال مخالفین په ناقانونه کړنو او ترهګريزو اعمالو کې ترې استفاده وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA