د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د افغان ځواكونو د هوايي بريدونو له كبله ۲۴وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند امنيه قوماندانۍ څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې دغه هوايي بريدونه د نادعلي ولسوالۍ په لوى باغ سيمه كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په خبره، په دې بريدونو كې ۱۵وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، تېره شپه افغان ځواكونو د بهرنيو ځواكونو په ملاتړ په ناوې ولسوالۍ كې عمليات پيل كړي، چې اوس هم دوام لري.
د هلمند امنيه قومانداني وايي، چې په دغو عملياتو كې يې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، خو كره شمېر يې نه دى په ډاګه كړى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


