پوليسو نن په هرات ولايت کې د ۲۰ ټنه کېمياوي توکو د قاچاق مخه نيولې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې دغه كېمياوي توكي په يوه ټېلر كې ځاى پر ځاى شوي وو.
د وليزاده په خبره، قاچاق وړونکو غوښتل له دې توكو څخه د هېرويينو په جوړولو کې كار واخلي او لږ تر لږه ۱۰ ميليون ډالره بيه لري.
نوموړي زياته كړه، ياد کېمياوي توکي د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توكو په ضد د مبارزې مديريت پوليسو له لوري هغه مهال د هرات ښار په پنځمه ناحيه کې ونيول شول، چې قاچاقبرانو غوښتل د هېواد جنوبي ولايتونو ته يې ولېږدوي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د نيول شوو كېمياوي توكو په تړاو له ټېلر چلوونكي څخه پوښتنې روانې دي.


