د هلمند ناوې ولسوالۍ كې د هوايي او ځمکنيو عملياتو له كبله لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې افغان كومانډو ځواكونو تېره شپه شاوخوا اته بجې ناوې ولسوالۍ كې د غوڅ ملاتړ ماموريت په هوايي همكارۍ ځانګړي عمليات پيل كړي دي.
سرچينه وايي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې عملياتو كې د څلورو ډلګي مشرانو په ګډون ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۷ تنه ټپيان دي او ګڼې سيمې يې له شتونه پاکې شوې دي.
سرچينه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې د مخالفينو څلور عرادې موټرونه، ۱۸ عرادې موټر سايکلونه، دوه ميله دهشکې او ګڼې نورې سپکې او درنې وسلې له منځه وړل شوې دي.
په خبرپاڼه كې همدارنګه راغلي، چې ياد عمليات د ناوې ولسوالۍ لوی کلي، ژړ صاحب او عينک سيمو کې دوام لري.
د يو بل خبر له مخې، د لښکرګاه اړوند بولان سيمه کې پر دوو مهمو مرکزونو د افغان هوايي ځواکونو بريدونو کې د دولت ۱۲ مخالفين وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
دغه راز دوه فابريكې او پنځه عرادې موټر سايکلونه يې هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


