جمهور رئيس محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په يو ورځني رسمي سفر نن سهار د ترکمنستان پايتخت عشق اباد ته لاړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د هېواد جمهور رئيس به په دې سفر کې د ترکمنستان جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پراختيا په اړه بحث او خبرې وکړي او همدارنګه به د دواړو جمهور رئيسانو په حضور کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکارۍ توافقنامې هم لاسليک شي.
د سرچينې په وينا، جمهور رئيس غني سره په دې سفر کې د ماليې وزير اکليل حکيمي، د اقتصاد وزير عبدالستار مراد، د چارو ادارې عمومي رئيس عبدالسلام رحيمي، د جمهور رئيس ستر سلاکار همايون قيومي، د منځنۍ اسيا په چارو کې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد شاکر کارګر او په عامه اړيکو او ستراتېژيکو ارتباطاتو کې د جمهور رئيس ستر سلاکار شاه زمان ميوندي ملتيا کوي.


