د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ لسګونو موټر چلوونکو او سوداګرو تېره ورځ له والي حيات الله حيات سره د هغه د کار دفتر کې وکتل او وې ويل، چې د فراه ولايت اړوند د لويې لارې پوليس يې سخت ځوروي، په زوره پيسې ترې غواړي او په تېرو څو ورځو کې يې درې تنه موټر چلوونکي په ډزو وژلي دي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، يادو کسانو په داسې حال کې خپلې ستونزې او اندېښنې شريکې کړې، چې د هلمند د ملي امنيت رئيس تورن جنرال محمد ياسين خان، د ولايتي شورا رئيس محمد کريم اتل او د دې شورا غړي ګل آغا مسلم هم ګډون درلود.
په دې کتنه کې د هلمند والي حيات الله حيات موټر چلوونکو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د يادې ستونزې هواري لپاره به د فراه ولايت له ځايي چارواکو او دغه راز له امنيت شورا سره هم خبرې وکړي، ترڅو دا ستونزه هواره او د موټر چلوونکو پر مخ لاره خوندي شي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا رئيس محمد کريم اتل هم ژمنه وکړه، چې د موضوع په تړاو به د فراه ولايت له ولايتي شورا او مرکزي حکومت سره خبرې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


