ads

ملي امينت د هرات د ښوونکو د روزنې پخوانی مشر نيولی

د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، چې د ياد ولايت د ښوونکو د روزنې پخوانی مشر، غلام حضرت تنها د ملي امنيت د کارکوونکو له لوري نيول شوی دی.

نویسنده: sarwan
11 چنګاښ 1396
ملي امينت د هرات د ښوونکو د روزنې پخوانی مشر نيولی

د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، چې د ياد ولايت د ښوونکو د روزنې پخوانی مشر، غلام حضرت تنها د ملي امنيت د کارکوونکو له لوري نيول شوی دی.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، د ياد ولايت د ښوونکو د روزنې پخوانی مشر د خپلې دندې لرلو په وخت کې د جعلي اسنادو جوړولو په تور نيول شوی دی.
فرهاد وايي، غلام حضرت تنها هغه مهال د هرات ولايت په هوايي ډګر کې د ملي امنيت د کارکوونکو له خواه ونيول شو، چې غوښتل يې کابل ته سفر وکړي.
د فرهاد په وينا، د تنها څخه څېړنې پيل شوې دي.
د هرات د ښوونکو د روزنې پخوانی مشر غلام حضرت تنها، يو کال مخکې له خپلې دندې استعفا وکړه او هغه مهال د ياد ولايت د ښوونې او روزنې رياست مشر عبدالرزاق احمدي يې په فساد تورن کړ.
خو د هرات د ښوونې او روزنې رياست مشر ياد تورونه د تنها له خوا رد کړل او هغه يې رواني ناروغ ياد کړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA