د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل له خپلې دندې استعفا وکړه او د کورنيو چارو وزارت لخوا ومنل شوه.
د غزني د امنيه قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل کليد ته وويل، امنيه قوماندان د روژې مياشتې په ۲۷مه نېټه خپله استعفا د کورنيو چارو وزارت ته وړاندې كړې وه، چې وزارت يې استعفا تېره ورځ منظوره كړه.
نوموړي زياته كړه، چې د امين الله امرخېل پر ځاى د پوليسو د ۳۰۳ سپين غر زون له جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر سمونوال مصطفى مايار د سرپرست امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.
فهيم امرخېل د امنيه قوماندان د استعفا علت ناروغي په ګوته کړه.
امين الله امرخېل تېر کال هم له دې کبله، چې حکومت ورته له پنځلسو کلونو راهيسې هېڅ ترفېع نه وه ورکړې، خپله استعفا د کورنيو چارو وزارت ته وړاندې کړې وه، خو هغه مهال وزارت نه وه منلې.
د يادونې وړ ده، چې نوموړي شاوخوا دوه کاله د غزني ولايت د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کړه، چې په دغه موده کې د غزني امنيتي وضعيت ښه او تر ډېره پکې د وسله والو ترورونو او چاودنو مخنيوى شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


