ads

جوزجان کې د داعش ډلې پنځه مهم غړي وژل شوي

امنيتي چارواكي په جوزجان ولايت كې د داعش ډلې د پنځو مهمو غړو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري نن کليد ته وويل، چې وژل شوو كسانو کې د جوزجان لپاره د داعش ډلې مرستيال قاري حزب الله هم شامل دى.

نویسنده: sarwan
11 چنګاښ 1396
جوزجان کې د داعش ډلې پنځه مهم غړي وژل شوي

امنيتي چارواكي په جوزجان ولايت كې د داعش ډلې د پنځو مهمو غړو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري نن کليد ته وويل، چې وژل شوو كسانو کې د جوزجان لپاره د داعش ډلې مرستيال قاري حزب الله هم شامل دى.
نوموړي زياته کړه، چې دغه پنځه مهم داعشيان تېره ورځ په قوش تپه ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو په هوايي بريد کې په نښه شوي دي.
د جوزجان د والي وياند وايي، ياد کسان د داعش وسله والې ډلې کليدي غړي وو او په جوزجان ولايت کې به يې د رهبرۍ چارې پر مخ بېولې.
غفوري تمه وښوده، چې له دې وروسته به داعشيان د جوزجان لپاره يو جدي ګواښ نه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د جوزجان په قوش تپه او درزاب ولسواليو کې د داعش سخت دريځې ډلې د پراخ حضور راپورونه ورکړل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA