ads

جمهور رئيس غني: سوله د تړلو دروازو تر شا نه كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې سوله د تړلو درواز تر شا نه كېږي.
نوموړي، چې نن يې په ارګ كې د سولې عالي شورا د رئيس په توګه د كريم خليلي د معرفۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وينا كوله وويل، سوله بايد د ملي او سياسي اجماع له مخې د ملي سرتاسري خبرو پر بنسټ وشي، ترڅو د سولې ښېګڼې او د جګړې بيه محاسبه شي.

نویسنده: sarwan
11 چنګاښ 1396
جمهور رئيس غني: سوله د تړلو دروازو تر شا نه كېږي
Afghanistan's new President Ashraf Ghani Ahmadzai speaks during his inauguration as president in Kabul September 29, 2014. Afghanistan inaugurated its first new president in a decade on Monday, swearing in technocrat Ashraf Ghani to head a power-sharing government just as the withdrawal of most foreign troops presents a crucial test. REUTERS/Omar Sobhani (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې سوله د تړلو دروازو تر شا نه كېږي.
نوموړي، چې نن يې په ارګ كې د سولې عالي شورا د رئيس په توګه د كريم خليلي د معرفۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وينا كوله وويل، سوله بايد د ملي او سياسي اجماع له مخې د ملي سرتاسري خبرو پر بنسټ وشي، ترڅو د سولې ښېګڼې او د جګړې بيه محاسبه شي.
د جمهور رئيس غني په وينا، د يوه قوي دولت له رامنځته كېدو پرته سوله ناممكنه ده.
هغه ټينګار وكړ، چې اوس مهال په هېواد كې د جګړې بڼه بدله شوې او د دولت وسله والې مخالفې ډلې له ځانمرګو بريد كوونكو څخه په ګټې اخيستنې تخريبي كړنې ترسره كوي.
جمهور رئيس غني وويل، چې ځانمرګي بريد كوونكي د بهرنيو هېوادونو توليد دى او افغانستان ته صادرېږي.
بلخوا دى جرمي اقتصاد، د نشه يي توكو كښت، توليد او قاچاق او همدارنګه د بهرنيو هېوادونو له لوري د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د جګړې له لارې هڅې په هېواد كې د ناامنيو د دوام علتونه بولي.
د كريم خليلي له ټاكل كېدو مخكې پير سيد احمد ګيلاني د سولې عالي شورا مشري پر غاړه لرله.
خليلي په داسې حال كې د يادې شورا مشر ټاكل شوى، چې كارپوهان دغه شورا په تېرو څو كلونو كې د سولې په برخه كې ناكامه بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA