وسله والو طالبانو د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو د يوه قوماندان په ګډون ۱۳ کسان وژلي دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد نن کليد ته وويل، دغو پاڅون کوونکو غوښتل، چې د چمتال اړوند سيمو کې د امنيتي ځواكونو له لوري پيل شوو عملياتو كې برخه واخلي، خو د وسله والو مخالفينو په كمين ور برابر شوي او د نښتې په ترڅ كې ټول وژل شوي دي.
بل پلو په ولسي جرګې کې د بلخ ولايت ځينې استازي ادعا کوي، چې ياد کسان ولسي پاڅون کوونکي نه وو او د وژل کېدو علت يې هم لا نه دى څرګند شوى.
په ولسي جرګې کې د بلخ استازې ګلالۍ نور ساپۍ ويلي، چې پر دې سربېره طالبانو څلور نور كسان ژوندي نيولي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


