د هرات ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې يې دوه کسان د یوه ځوان هلک د وژنې په تور نیولي دي.
د هرات د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، چې یادو کسانو تېره شپه د خپل ماما زوی د ښکاري ټوپک په ډزو او د چاقو وهلو په وسیله وژلی دی.
د ولیزاده په وینا، دغو دوه کسانو غوښتل وژل شوی کس چې محمد نعیم نومېده، د یاد ولایت اړوند د ګذره ولسوالۍ په یوه کلي کې د خاورو لاندې پت کړي، خو د یادې ولسوالۍ د خلکو په مرسته د پولیسو له خواه ونیول شول.
ولیزاده وایي، یادو کسانو په لمړیو څېړونو کۍ خپل په جرم اعتراف کړی دی.
د یو بل خبر له مخې د هرات د قومندانۍ ویاند وایي، چې یو کس د موټر سایکل د غلا په تور هم د یاد ولایت د لسمې امنیتي حوزې په سيمه کې د پولیسو له لوري نیول شوی او اوسمال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


