ننګرهار كې د چاودنې له كبله دولسو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار ولايت كې د سړك غاړې ماين چاودنې دولس تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا چاودنه پرون غرمه شاوخوا دولس بجې د اچين ولسوالۍ باندر درې سيمه كې د ملكي وګړو پر يو ډاډسن ډوله موټر شوې ده.