ads

ننګرهار كې د چاودنې له كبله دولسو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار ولايت كې د سړك غاړې ماين چاودنې دولس تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا چاودنه پرون غرمه شاوخوا دولس بجې د اچين ولسوالۍ باندر درې سيمه كې د ملكي وګړو پر يو ډاډسن ډوله موټر شوې ده.

نویسنده: sarwan
10 چنګاښ 1396

د سرچينې په وينا، په دې پېښه كې اووه تنه ملكي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې ټپيان د غني خېلو روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى .
سرچينه وايي، چې د سړک غاړې دغه ماين د داعش وسله والو له لوري ځاى پر ځاى شوى و، خو داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA