په لوګر ولايت كې د امنيتي ځواكونو لخوا پيل شوو عملياتو کې د دولت ۱۴ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، ګډو امنيتي ځواكونو د مركز پل علم کمال خېلو، پورک او دادو خېلو سيمو کې له تېرې ورځې راهيسې عمليات پيل كړي، چې تراوسه په كې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي، اته ټپيان دي او څلور ژوندي نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، همدارنګه د ملي اردو سرتېرو د څرخ ولسوالۍ په بر څرخ سيمه كې د محمد داود په نوم ماين خښوونكى له يوه ماين او يو موټر سايكل سره يو ځاى نيولى دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


