ads

د كاپيسا د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو مرستيال وژل شوی

وسله والو طالبانو تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د كاپيسا د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو مرستيال مولوي مجاهد عابد وژلى دى.

نویسنده: sarwan
10 چنګاښ 1396
د كاپيسا د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو مرستيال وژل شوی

وسله والو طالبانو تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د كاپيسا د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو مرستيال مولوي مجاهد عابد وژلى دى.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، چې دا پېښه په تګاب ولسوالۍ كې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، مولوي عابد د خپل تره زوى لخوا، چې له وسله والو طالبانو سره کار کوي، وژل شوى دى.
بلخوا د مولوي عابد کورنۍ وايي، نوموړى په کابل کې اوسېده او د اختر د ورځو په مناسبت تګاب ته تللى و.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA