حزب اسلامي پرون د افغانستان د نجات لپاره د ايتلاف عالي شورا د موجوديت تر اعلان لږ وروسته اعلان وكړ، چې هېچا ته به د نظام د كمزوري كولو او تاوتريخوالي زياتولو اجازه ورنكړي او په وړاندې به يې ټينګ ودرېږي.
په كابل كې د دې ګوند د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دوى د هر هغې طرحې او اقدام ملاتړ كوي، چې د نظام د تقويت او اصلاح او په هېواد كې د عدالت او امنيت د ټينګښت سبب كېږي، خو د هغو تصميمونو او هڅو، چې د نظام د لا زيات كمزوري كېدو او تاوتريخوالي زياتېدو سبب ګرځي، نه يوازې ملاتړ نه كوي، بلكې هېچا ته د داسې كار اجازه نه وركوي او له ملت سره يو ځاى يې په وړاندې درېږي.
د افغانستان د نجات لپاره د ايتلاف عالي شورا تېره ورځ خپل موجوديت اعلان كړ، چې په كې جنرال عبدالرشيد دوستم، محمد محقق او صلاح الدين رباني ګډون لري.
دا درې افغان سياستوال د خپلو ګوندونو جنبش ملي، وحدت اسلامي او جمعيت اسلامي استازيتوب کوي او وايي، د نظام د سقوط او د ګډوډيو د مخنيوي لپاره سره راټول شوي دي.


