ads

جمهور رئيس غني راتلونكې دوشنبه تركمنستان ته سفر کوي

ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې په ورځ جمهور رئيس محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر وکړي.

نویسنده: sarwan
10 چنګاښ 1396
جمهور رئيس غني راتلونكې دوشنبه تركمنستان ته سفر کوي

ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې په ورځ جمهور رئيس محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر وکړي.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې جمهور رئيس غني به د ترکمنستان له مشرانو سره پر سياسي او اقتصادي مسايلو خبرې وکړي.
سرچينې زياته کړې، چې د دواړو هېوادونو مشران به په لوړه کچه د ترکمنستان پايتخت عشق اباد کې بېلابېلې ناستې ولري.
تمه ده، چې د كابل او عشق اباد ترمنځ د يو لړ مسايلو په اړه هوکړې هم لاسليک شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA