ads

امريكايي سناتوران افغانستان كې د هند د پوځي رول زياتولو لپاره هڅې کوي

د امريكا د مشرانو جرګې ځينې غړي هڅه كوي، چې هند د امريكا د دفاع وزارت په همكارۍ په افغانستان كې خپل پوځي ملاتړ مشخص كړي.

نویسنده: sarwan
10 چنګاښ 1396
امريكايي سناتوران افغانستان كې د هند د پوځي رول زياتولو لپاره هڅې کوي
An Indian Army soldier takes position during an encounter with armed suspected militants at Pindi Khattar village in Arnia border sector, 43 kilometers (27 miles) south of Jammu, India, Thursday, Nov. 27, 2014. An army officer says some of the militants occupied an abandoned bunker in Jammu region early Thursday and fired at the soldiers in Arnia sector in the Indian portion of Kashmir. (AP Photo/Channi Anand)

د امريكا د مشرانو جرګې ځينې غړي هڅه كوي، چې هند د امريكا د دفاع وزارت په همكارۍ په افغانستان كې خپل پوځي ملاتړ مشخص كړي.
په تازه اقدام كې د متحدو ايالتونو د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو كمېټې يو غړي پنټاګون ته وړانديز كړى، چې په افغانستان كې د هند د پوځي ملاتړ زياتوالي لپاره تګلارې مشخصې كړي.
دا وړانديز، چې د امريكا په مشرانو جرګه كې د الاسكا د استازي دن ساليوان لخوا تيار شوى و، د رايو په اتفاق د دې جرګې د پوځي خدمتونو كمېټې له لوري تصويب شو.
په هغه خبرپاڼه كې، چې د سناتور ساليوان له دفتر څخه رسنيو ته لېږل شوې راغلي، دا مقررات د امريكا د دفاع وزارت هڅوي، چې د افغانستان د دفاعي ملاتړ د ټينګښت په برخه كې د هند د رول زياتولو لپاره تګلارې وړاندې كړي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې دا ډول ملاتړ له وسله والو طالبانو سره په جګړه كې ګټور تمامېدلاى شي.
د يادونې وړ ده، چې ياد وړانديز د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي تر ليدنې او د واشنګټن له لوري په افغانستان كې د مثبت رول لوبولو له كبله د نوي ډيلي تر ستايلو څو ورځې وروسته شوى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې هم پنټاګون په يوه راپور كې هند د افغانستان باوري ملګرى ياد كړى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA