ads

اکليل حکيمي د جورجيا لومړي وزير سره پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وكړ

د ماليې وزير اکليل حکيمي، چې په يو رسمي سفر جورجيا ته تللى، پرون يې د دې هېواد لومړي وزير کويريکا شويلي سره په پايتخت تبليسي كې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وكړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 چنګاښ 1396
اکليل حکيمي د جورجيا لومړي وزير سره پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وكړ

د ماليې وزير اکليل حکيمي، چې په يو رسمي سفر جورجيا ته تللى، پرون يې د دې هېواد لومړي وزير کويريکا شويلي سره په پايتخت تبليسي كې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وكړې.
د ماليې وزارت په خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې ليدنه کې دواړه لوري د افغانستان او جورجيا ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسيون پر جوړېدو، د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د جورجيا د سواګرو او پانګه والو پر هڅونې، د لاجوردو ټرانزيټي دهلېز په اړه د هوکړه ليکونو پر لاسليکېدو او هوايي خدمتونو وغږېدل.
د سرچينې په وينا، دواړو لورو همدارنګه د عامه او خصوصي مشارکت د جوړېدو پر ګټو، د اسان خدمت پر پروګرام، د ريل پټلۍ له لارې پر نښلېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو پر پياوړي کولو، د سولې پر پروسې، په امنيتي برخو کې د جورجيا پر ملاتړ، د کابل د سولې پر پروسې او يو شمېر نورو مسايلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
سرچينه زياتوي، چې د جورجيا لومړي وزير د افغانستان د سولې او ثبات پروسې د ستاينې ترڅنګ له افغانستان سره د اوږدمهاله همکاريو ژمنه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA