د ناټو د غړو هېوادونو په ناسته کې په پاکستان د فشار زياتوالی د افغانستان اساسي غوښتنه ده

په داسې حال کې چې ناټو په افغانستان کې د جنګي ماموريت په اړه خبرې کوي د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش وايي د ناټو د غړو هېوادونو په ناسته کې به يې اساسي غوښتنه په خپله خاوره کې د ترهرګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې په پاکستان د سختو فشارونو راوړل وي .