خيبر پښتونخوا كې د ريکټر په کچه پنځه اعشاريه درې درجې زلزله شوې

د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې نن سهار د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
پاکستاني رسنيو د ځمکپېژندنې ادارې چارواکو له قوله ويلي، نن سهار په پېښور، چترال او يو شمېر نورو سيمو کې د ريکټر په کچه د پنځه اعشاريه درې درجې زلزلې ټکانونه محسوس شوي، چې په خلکو کې يې وېره خپره کړې ده.