د طالبانو د سياسي شورا پخواني مشر ملا معتصم اغا دافغانستان له حکومته غوښتي، چې د جګړې د سببونو په له منځه وړلو فکر او کار وکړي نه د جګړې د سببونو په ايجادولو.
دغه څرګندونې دطالبانو د سياسي شورا پخواني مشر او ددغې ډلې دپخواني مشر ملا عمر نږدې خپلوان ملا معتصم اغا داختر په مناسبت پخپل پيغام کې کړې دي.
هغه په دې پيغام کې ټولو هيوادوالو او مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړې ده او د روژې په مبارکه مياشت کې په هيواد کې د وروستيو خونړيو پيښو د قربانيانو کورنيو ته خپله غمشريکي وړاندې کړې ده.
ملا معتصم ويلي،چې خدای تعالی دې نور هيوادوال په هېواد کې د تحميلي جګړو له شره خلاص او ټولو افغانانو ته د يوه متحد او مستحکم اسلامي او ملي نظام تر سيوري لاندې د امن، سولې، سوکالۍ او نيکمرغي ژوند ورنصيب کړي.
د طالبانو دسياسي شورا دغه پخواني مشر پخپل پيغام کې هيواد ته دامريکا او ناټو ځواکونو له نورو سرتيرو ليږلو سره مخالفت کړي او زياته کړې، چې دابه د جګړې د دوام لامل شي.
هغه زياته کړې، ټولو افغان سياسيونو په تېره بيا دهيواد دقضيې مهمو لوريو او شخصيتونو ته په کار ده چې نړيواله ټولنه او امريکا په دې قانع کړي چې نور په افغانستان کې د ناټو او ياهم د امريکا پوځي او عسکري مداخله نه د افغانانو په ګټه ده او نه هم د ناټو او امريکا په ګټه تماميداي شي. ملا معتصم دافغانانو ترمنځ پر خپلمنځي تفاهم او خبرو اترو ټينګار کړي او ويلي، داخلي اختلافات او شخړې هغه مصيبت او فتنه ده چې نن يې په ټوله نړۍ کې د اسلامي امت وحدت ، يووالي او سالميت ګواښلي دي.


