جمهور رييس محمد اشرف غني ټينګار کړی هغه ستونزې چې د امنيتي ځواکونو په لوجستيک کې وجود لري بايد له منځه لاړې شي.
جمهور رييس چې تېر ماښام يې د ويډيو کنفرانس له لارې د هېواد په کچه د قول اردو ګانو له مسوولانو، واليانو او امنيه قومندانونو سره خبرې کولې له چارواکو وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې طرحې حکومت ته وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رييس په دې وېډيو کنفرانس کې د هېواد له دفاعي او امنيتي ځواکونو د دوی د سخت کار له کبله مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د يوه پياوړي دولت د جوړېدو لپاره بايد دولتي ادارې بايد پياوړې او مسلکي شي.


