ads

د چين د بهرنيو چارو وزير كابل ته راغلی

د چين د بهرنيو چارو وزير نن سهار په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دى.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ته په ارګ كې ښه راغلاست ووايه.

نویسنده: sarwan
3 چنګاښ 1396
د چين د بهرنيو چارو وزير كابل ته راغلی

د چين د بهرنيو چارو وزير نن سهار په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دى.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ته په ارګ كې ښه راغلاست ووايه.
د سرچينې په وينا، د چين د بهرنيو چارو وزير د قزاقستان په استانه کې د شنګهای د همکاريو سازمان د ناستې په څنډه کې د افغانستان او چين د جمهور رئيسانو ترمنځ له رسمي خبرو او يو لړ توافقاتو وروسته افغانستان ته راغی.
سرچينه زياتوي، چې د دواړو لورو ترمنځ دا مهال رسمي ناسته روانه ده.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، په دې ليدنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، د سولې پر بهير په ځانګړې توګه د کابل پروسې پر موثريت او برياليتوب، د سيمه ييزو همکاريو پر بهبود او دوام، د لويو اقتصادي او سوداګريزو پروژو پر عملي کېدو خبرې کېږي.
بلخوا يوې حكومتي سرچينې ويلي، چې وانګ يي به كابل ته د سفر په مهال جمهور رئيس محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او ځينو نورو چارواکو سره وګوري.
دا په داسې حال كې ده، چې د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زكريا وړمه ورځ وويل، د چين د بهرنيو چارو وزير به د افغانستان د سولې پروسې په اړه د خبرو لپاره ډېر ژر اسلام اباد ته سفر وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA