ads

د ننګرهار والي د خوږياڼو قومونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل تېره ورځ د خوږياڼو، شېرزادو، پچيراګام او حصارک ولسواليو مخورو سره د ليدنې په مهال له هغوى غوښتنه وکړه، چې په خپلو ولسواليو کې د امنيت ټينګښت او پروژو پلي کېدو په هدف د زمينې په برابرولو کې له ولايت مقام سره همکاري وکړي .

نویسنده: sarwan
3 چنګاښ 1396

د اجرائيه رياست سلاکار او د خوږياڼو د قومونو مشر محمد امان خيري د خپلو خبرو په مهال وويل، د خوږياڼو قومونه له حکومت سره همکارۍ ته ژمن دي، خو يادو قومونو ته يې هم په رغنيزو او نورو برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د شېرزادو او حصارک ولسوالانو او يو شمېر نورو مخورو ژمنه وکړه، چې د قانون په چوکاټ کې به د امنيت ټينګښت لپاره له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، والي محمد ګلاب منګل د خوږياڼو له قومونو غوښتنه وکړه، چې د امنيت ټينګښت په هدف دې د خپلو سيمو ځوانان د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو په ليکو کې د جذبولو لپاره ور وپېژني .
هغه زياته کړه، په دې چارې سره به د خوږياڼو ځوانان د خپلو سيمو ساتنه وکړي او همدا راز به له هر ډول لاسوهنو څخه هم وژغورل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA