جمهور رئيس غني د لښكرګاه د پېښې قربانيانو ته د بېړنيو مرستو پر رسولو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د هلمند والي حيات الله حيات سره په ټيليفوني اړيکه کې په لښكرګاه كې د وړمې ورځې موټر بم ځانمرګي بريد په اړه، چې له كبله يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله واوښته، پر غمشريکۍ سربېره لارښوونه کړې، چې د ياد تروريستي بريد د قربانيانوکورنيو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او هم دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي.