جمهور رئيس محمد اشرف غني د هلمند والي حيات الله حيات سره په ټيليفوني اړيکه کې په لښكرګاه كې د وړمې ورځې موټر بم ځانمرګي بريد په اړه، چې له كبله يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله واوښته، پر غمشريکۍ سربېره لارښوونه کړې، چې د ياد تروريستي بريد د قربانيانوکورنيو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او هم دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي.
جمهور رئيس غني دا پېښه په کلکو ټکو غندلې او سپارښتنه يې کړې، چې د پېښې وخيم ټپيان دې د ښې درملنې په هدف د کابل ۴۰۰ بستريز روغتون ته انتقال شي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، والي حيات الله حيات د جمعې په ورځ په يوه ځانګړې نظامي غونډه کې اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې د وړمې ورځې بريد له کبله د وژل شوو كسانو د کورنيو او ټپيانو لېست ژر چمتو کړي، ترڅو له کوچني اختر مخکې لومړنۍ مرستې ورسره وشي.
حيات د جمهور رئيس له سپارښتنې سره سم نظامي ارګانونو او ټاکل شوي پلاوي ته امر وكړ، چې د کابل بانک تروريستي پېښې څرنګوالي په هکله خپلې هر اړخيزې څېړنې جدي او ژر ترسره کړي.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې ګرم مسوولين دې تر مشخص کېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.


