ډنمارك افغانستان ته د ناټو په چوکاټ کې د خپلو اضافي سرتېرو استول ځنډولي دي.
د ډنمارک د بهرنيو چارو وزارت چارواکو تېره ورځ وويل، پر دې غور کوي، چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي که نه؟
ډنمارک د امريکاپه غوښتنه پرېکړه کړې وه، چې افغانستان ته به ۵۵ نور سرتېري استوي، خو د اوس لپاره ياد هېواد له دې پرېکړې په شا شوى دى.
دا مهال ډنمارک په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې لسګونه سرتېري لري، چې د افغان ځواکونو پر روزنې بوخت دي.
ډنمارک ياده پرېکړه په داسې حال کې کوي، چې ټاکل شوې امريکا افغانستان ته له درېيو تر پنځو زرو نور سرتېري را ولېږي.


