ads

کوټه كې موټر بم ځانمرګي بريد ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان د بلوچستان ايالت مركز کوټه کې نن سهار د پوليسو يوه دفتر ته نږدې موټر بم ځانمرګي بريد ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
2 چنګاښ 1396
کوټه كې موټر بم ځانمرګي بريد ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان د بلوچستان ايالت مركز کوټه کې نن سهار د پوليسو يوه دفتر ته نږدې موټر بم ځانمرګي بريد ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي امنيتي چارواكي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله چې پوليسو د يوه شكمن موټر د درولو هڅه وكړه او په كې سپاره كس خپل ځان والوځاوه.
د دوى په وينا، په دې پېښه كې د پوليسو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي.
چاودنه ډېره زوروره وه او غږ يې د ښار په ګڼو برخو کې اورېدل شوى دى.
په پېښه كې يو شمېر موټرونو ته زيان اوښتى او د نږدې ودانيو ښيښې ماتې شوې دي.
د دغه موټر بم ځانمرګي بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA