د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، که په افغانستان کې په حکومتولۍ کې بدلون رامنځته نه شي، دغه هېواد به له سختو بحرانونو سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تېر ماښام د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په ځانګړې ناسته کې وويل، د افغانستان د امنيتي وضعيت د خرابېدو له کبله سياسي ترينګلتياوې رامنځته شوې دي.
تداميچي ياماموتو په زنبق څلورلارې کې د چهارشنبې ورځې خونړۍ چاودنه په افغانستان کې د امنيتي او سياسي بحران اور ته نوی ټکان بللی دی او ټينګار يې کړی چې په زنبق څلور لارې کې چاودنې په افغانستان کې د بېلا بېلو قشرونو غبرګونونه راپارولي دي او پراخ لاريونونه يې هم له ځان سره لرل.
نوموړي ويلي په وروستيو کې سياسي اختلافونو قومي رنګ اخيستی او د داعش له لوري د وروستيو بريدونو له لارې دغه اور ته نور پوکی وهل د اندېښنې وړ دي.


