د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې يې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ نښته کې د يو قوماندان په ګډون اتو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره شپه د دانګام ولسوالۍ په مټۍ کنډو سيمه کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر کاروان بريد کړى، چې د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته نښته كې د يو قوماندان په ګډون درې طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، په ياده نښته کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


