ads

د ځانمرګو بريدونو په پرتله ټرافيكي پېښې زياته مرګ ژوبله لري

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په تېر ۱۳۹۵ لمريز كال كې د ځانمرګو بريدونو په پرتله د ټرافيكي پېښو مرګ ژوبله زياته وه.

نویسنده: sarwan
31 غبرګولی 1396
د ځانمرګو بريدونو په پرتله ټرافيكي پېښې زياته مرګ ژوبله لري

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په تېر ۱۳۹۵ لمريز كال كې د ځانمرګو بريدونو په پرتله د ټرافيكي پېښو مرګ ژوبله زياته وه.
د دې وزارت مرستيال فدا محمد پيكان نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د تېر لمريز كال ټرافيكي پېښو ۱۰۸۲ تنه وژلي او شاوخوا ۵۵ زره تنه يې ټپيان كړي دي.
نوموړي زياته كړه، چې په ۱۳۹۵ كال كې د ځانمرګو بريدونو له كبله شاوخوا ۱۷۰۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۷ زره نور ټپيان شوي دي.
بې احتياطي، د ټرافيكي اصولو نه مراعاتول، د سړكونو خرابوالى او ډېر سرعت په هېواد كې د ټرافيكي پېښو اصلي علتونه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA