جمهور رئيس غني د كابل د وړمې شپې پېښې د څېړلو امر کړی

جمهور رئيس محمد اشرف غني امنيتي ادارو ته امر كړى، چې په كابل كې د امنيتي ځواكونو او معترضينو ترمنځ د وړمې شپې نښته وڅېړي، اصلي عاملين يې له پېژندو وروسته د هېواد له نافذه قوانينو سره سم مجازات کړي.