جمهور رئيس محمد اشرف غني امنيتي ادارو ته امر كړى، چې په كابل كې د امنيتي ځواكونو او معترضينو ترمنځ د وړمې شپې نښته وڅېړي، اصلي عاملين يې له پېژندو وروسته د هېواد له نافذه قوانينو سره سم مجازات کړي.
د بدلون غوښتونكي غورځنګ غړي وايي، چې وړمه شپه امنيتي ځواكونو د كابل ښار په شېرپور څلورلارې كې د اعتراض كوونكو د خېمې لرې كولو په مهال دوه تنه وژلي او ۲۷ تنه نور يې ټپيان كړي دي.
كه څه هم امنيتي ځواكونو د تحص كوونكو ټولې خېمې لرې كړې، خو دوى خبردارى وركوي، چې خپلو اعتراضونو به دوام وركړي.
په همدې حال كې ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ملي شورا د غړو له هڅو او د کابل ښار د بېلابېلو اقشارو له غوښتنو وروسته وړمه شپه امنيتي ځواکونو د معترضينو د خېمو راټولولو په خاطر ګام پورته کړ.
جمهور رئيس غني پر يادې پېښې د ژورې خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ يو ځل بيا د هېوادوالو پر مدني حق، سوله ييزو لاريونونو او مدني ازاديو ټينګار کړى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس تر دې مخكې هم لويې څارنوالۍ ته امر كړى و، چې د غبرګولي مياشتې په ۱۲مه نېټه پر لاريون كوونكو د بريد پېښه وڅېړي، خو تراوسه د دغو څېړنو پايلې نه دي په ډاګه شوي.


