افغان حكومت وايي، پاکستان حق نه لري، چې له افغانستان سره د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې کټارې ولګوي يا نور تاسيسات جوړ کړي.
دا څرګندونې د كورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته د پاكستاني چارواكو د هغو څرګندونو په غبرګون كې كړي چې وايي، د امنيت ښه کولو لپاره به ژر له افغانستان سره په خپله پوله کې د کټارو د جوړولو کار پيل کړي.
د پاکستان پوځ تېره ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل، د دې پروژې لومړى پړاو به پر باجوړ، مومند او خيبر اېجنسيو تمرکز ولري؛ دا هغه سيمې دي، چې د پاکستاني پوځ په وينا، پاکستاني طالبان پرې اوړي رااوړي.
سرچينې زياته كړه، د پولې د لا ښه کنټرول لپاره به د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې نوې کلاوې او پوستې هم جوړې کړي.
خو د كورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس سره خبرو كې د افغانستان د ځوابي اقداماتو خبردارى ورکړ، چې اشاره يې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ مخکينيو نښتو ته وه.
هغه هيله څرګنده كړه، چې پاكستان خپله پخوانۍ تېروتنه تكرار نه كړي.


