ads

پچيراګام كې د امنيتي ځواكونو عمليات دوام لري

د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د سېلاب ۷ په نوم د ګډو امنيتي ځواکونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري .

نویسنده: sarwan
30 غبرګولی 1396
پچيراګام كې د امنيتي ځواكونو عمليات دوام لري

د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د سېلاب ۷ په نوم د ګډو امنيتي ځواکونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دغه عمليات، چې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لېوا ځواکونو په مشرۍ پيل شوي، پکې پر کومانډو او ځانګړو ځواکونو سربېره، د ملي امنيت موظفين، ملي، سرحدي، عامه نظم او سيمه ييز پوليس برخه لري .
د سرچينې په وينا، د يادو عملياتو په لړ کې د دوشنبې په ورځ ګډو امنيتي ځواکونو پر تورې بوړې سربېره د الف خېلو او مرخڼۍ کلي هم د داعش وسله والې ډلې له شتونه پاک کړل.
سرچينه زياتوي، چې امنيتي ځواكونه په پچيراګام ولسوالۍ كې د تعارض په حالت کې مخ په وړاندې روان دي .
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د پاکو شوو کليو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې خپلو سيمو ته ستانه شي.
امنيتي چارواكي وايي، چې په روانو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA