په هلمند ولايت كې د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريدونو په ترڅ كې لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه هوايي بريدونه تېره شپه د نادعلي او ګرمسېر ولسواليو په شمېر سيمو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د يادو هوايي بريدونو له كبله اته وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


