ads

كابل ښار كې پر خېمه نشينو معترضينو د امنيتي ځواكونو بريد کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په كابل ښار كې پر خېمه نشينو معترضينو د امنيتي ځواكونو بريد كې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن په كابل كې وويل، چې په دې پېښه كې يو اعتراض كوونكى وژل شوى او شپږ تنه نور ټپيان دي.
هغه له امنيتي ځواكونو وغوښتل، چې له خلكو سره د چلند په مهال دې قانون مراعات كړي او له نرمۍ دې كار واخلي.

نویسنده: sarwan
30 غبرګولی 1396

عبدالله ډاډ وركوي، چې د اعتراض كوونكو او امنيتي ځواكونو ترمنځ د تېرې شپې نښته به وڅېړل شي.
په ورته وخت كې د بدلون غوښتونكي غورځنګ غړو نن په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د تېرې شپې په پېښه كې يې دوه ملګري وژل شوي، ۲۷ ټپيان دي او ۱۱ تنه ژوندي نيول شوي دي. بلخوا د ياد غورځنګ د رهبرۍ يوه غړي فردوس آريايي كليد ته وويل، امنيتي ځواكونو تېره شپه لومړى پر معترضينو جوش اوبه وپاشلې او وروسته يې د لاسي بمونو په غورځولو سره هڅه وكړه، چې تحصن كوونكي خواره واره كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د روانې غبرګولي مياشتې په دولسمه نېټه هم په كابل كې د امنيتي ځواكونو له لوري شپږ اعتراض كوونكي ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول. دغه كسان وروسته له هغې په ډزو وويشتل شول، چې د كابل ښار زنبق څلور لارې ته څېرمه د موټر بم ځانمرګي بريد په غبرګون كې يې لاريون وكړ او د حكومت د رهبرانو او امنيتي چارواكو د استعفا غوښتنه يې وكړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA