ads

كابل ښار كې پر خېمه نشينو معترضينو امنيتي ځواكونو بريد کړی

په كابل ښار كې پر خېمه نشينو معترضينو د امنيتي ځواكونو بريد كې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
30 غبرګولی 1396
كابل ښار كې پر خېمه نشينو معترضينو امنيتي ځواكونو بريد کړی

په كابل ښار كې پر خېمه نشينو معترضينو د امنيتي ځواكونو بريد كې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بدلون غوښتونكي غورځنګ رهبران، چې په كابل كې د دغو مدني اعتراضونو رهبري پر غاړه لري وايي، تېره شپه امنيتي ځواكونو د تحصن خېمو د غونډولو په هدف پر معترضينو بريد وكړ، چې د هغوى له سخت غبرګون سره مخ شول.
د ياد غورځنګ د رهبرۍ يوه غړي فردوس آريايي نن سهار كليد ته وويل، چې پر تحصن كوونكو د امنيتي ځواكونو ډزو كې يو تن وژل شوى او څلور تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د كابل امنيتي ځواكونو د بدلون غوښتونكي غورځنګ د ځينو رهبرانو په ګډون پنځه تنه تحصن كوونكي نيولي، چې تراوسه يې د برخليك په اړه معلومات نه لري.
آريايي ادعا كوي، چې امنيتي ځواكونو لومړى پر معترضينو جوش اوبه وپاشلې او وروسته يې د لاسي بمونو په غورځولو سره هڅه وكړه، چې تحصن كوونكي خواره واره كړي.
له ډېرو هڅو سره سره بيا هم د كورنيو چارو وزارت او د كابل امنيه قوماندانۍ مسوولين په دې اړه معلوماتو وركولو ته حاضر نه شول، خو د كابل پوليسو د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رئيس جنرال محمد سالم الماس كليد ته وويل، د دوى تحقيقي ټيم سيمې ته لېږل شوى او د څېړنو له پاى ته رسېدو وروسته به رسنيو ته معلومات وركړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA