د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې د دغه ولايت د يوه قاضي په موټر کې د ځاى پر ځاى شوي چسپكي ماين د چاودنې له كبله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيه کې د اداري فساد په ضد د محکمې د يوه قاضي په ټوډي ډوله موټر کې ځاى پر ځاى شوي چسپكي ماين چاودنه كړې، چې له كبله يې په خپله قاضي وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې د پېښې له ځايه روغتون ته درې ټپيان ور وړل شوي او اوسمهال يې روغتيايي حالت ښه دى.
تراوسه پورې د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


