ads

ايران كې د مېشتو افغان كډوالو كره شمېره اعلان شوه

د ايران د سر شمېرنې عمومي مرکز په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د کره شمېر په اړه تازه ارقام خپاره کړي دي.

نویسنده: sarwan
30 غبرګولی 1396
ايران كې د مېشتو افغان كډوالو كره شمېره اعلان شوه

د ايران د سر شمېرنې عمومي مرکز په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د کره شمېر په اړه تازه ارقام خپاره کړي دي.
د دغه مركز د ۱۳۹۵ لمريز کال سر شمېرنې له مخې، په دې هېواد کې د اوسېدونکو افغان کډوالو شمېر يو ميليون او پنځه سوه دري اتيا زره نهه سوه نهه اويا تنه دى.
په دغه سر شمېرنه کې ويل شوي، د ټولو هغو افغانانو شمېر معلوم شوى، چې په ښاري او کليوالي سيمو کې اوسېږي.
يو ميليون او دوه سوه دوه څلوېښت زره په ښاري او پاتې نور په کليوالي سيمو کې ژوند كوي، چې تر ټولو زيات يې په تهران ښار اوسېږي.
په ايران كې په داسې حال کې د افغان کډوالو د شمېر په اړه ارقام خپرېږي، چې په دغه هېواد کې ډېر کله ناقانونه افغان کډوال ځورول کېږي او يو شمېر د سوريې جګړې ته هم لېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA