وروسته له هغې، چې له وسله والو طالبانو څخه بېلې شوې د ملا رسول ډلې سره د افغان حکومت د مرستو راپورونه خپاره شول، اوس افغان حکومت دغه ادعاوې رد کړې دي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په هلمند کې د يو شمېر امنيتي چارواکو له قوله، چې نومونه يې نه دي په ډاګه شوي ويلي، چې افغان حکومت د ملا رسول وسله والې ډلې ته پيسې او تجهيزات برابروي، ترڅو د ملا هبت الله د ډلې په وړاندې وجنګېږي.
ورځپاڼې دا چاره بريالۍ بللې او زياته کړې يې ده، اوس مهال د هلمند زياتره هغه سيمې، چې د ملا هبت الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې وې، بېرته افغان امنيتي ځواکونو نيولې دي.
د وسله والو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي هم دا خبر تاييد کړى او ويلي يې دي، چې ياده ډله د افغان حکومت د ملي امنيت عمومي رياست له خوا جوړه شوې ده.
بلخوا د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش د نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور رد کړى او ويلي يې دي، چې افغان حکومت له هېڅ کومې وسله والې ډلې سره همکاري نه کوي.


