ads

غني خېلو کې د ځانګړو عملياتو په مهال ۵ تنه وژل شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، غني خېلو ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.

نویسنده: sarwan
29 غبرګولی 1396
غني خېلو کې د ځانګړو عملياتو په مهال ۵ تنه وژل شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، غني خېلو ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه د غني خېلو ولسوالۍ په سیاه چوب سیمه کې افغان ځانګړو ځواکونو په یوه کور عملیات ترسره کړي، چې د مقاومت په ترڅ کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
بل لور ته بیا له سیمې یوه عیني شاهد کلید ته د نوم او غږ نه خپراوي په شرط وویل، چې یاد عملیات د ولسي خلکو په کورونو ترسره شوي او په هغه سیمه کې هېڅ وسله وال طالبان نه وو.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA