بحرين خپل هېواد كې مېشتو قطري ځواكونو ته د وتلو امر کړی

وروسته له هغې، چې له قطر سره د سعودي عربستان په مشرۍ يو شمېر عربي هېوادونو ډيپلوماټيكې اړيکې پرې کړې، په تازه ګام کې بحرين په دغه هېواد کې مېشتو قطري ځواکونو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړى، چې له خاورې دې يې ووځي.