ads

بحرين خپل هېواد كې مېشتو قطري ځواكونو ته د وتلو امر کړی

وروسته له هغې، چې له قطر سره د سعودي عربستان په مشرۍ يو شمېر عربي هېوادونو ډيپلوماټيكې اړيکې پرې کړې، په تازه ګام کې بحرين په دغه هېواد کې مېشتو قطري ځواکونو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړى، چې له خاورې دې يې ووځي.

نویسنده: sarwan
29 غبرګولی 1396
بحرين خپل هېواد كې مېشتو قطري ځواكونو ته د وتلو امر کړی

وروسته له هغې، چې له قطر سره د سعودي عربستان په مشرۍ يو شمېر عربي هېوادونو ډيپلوماټيكې اړيکې پرې کړې، په تازه ګام کې بحرين په دغه هېواد کې مېشتو قطري ځواکونو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړى، چې له خاورې دې يې ووځي.
په بحرين کې قطري ځواکونه له داعش سره د مبارزې په هدف ځاى پر ځاى شوي وو.
سعودي عربستان، مصر، بحرين، ليبيا او متحده عربي اماراتو قطر ترهګرو سره په همکارۍ تورن کړى دى.
بحريني حکومت په دوحه کې له امريکايي قوماندان څخه غوښتي، چې له خپل پوځي مرکزه دې قطري ځواکونه وباسي.
د قطر پلي ځواکونه اوس مهال له امريکايي ځواکونو سره يو ځاى په عراق او سوريه کې د داعش په ضد مبارزه کې برخه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA