ads

د هلمند په بست روغتون کې د بسترونو کمښت

د هلمند د بست روغتون يو شمېر ناروغان او د هغوی پايوازان په دغه روغتون کې د ځای له نشتوالي سر ټکوي. دوی وايي ډېر کله ناروغان پر ځمکه کښېني او د شپې خوب نه شي کولای.

نویسنده: sarwan
28 غبرګولی 1396
د هلمند په بست روغتون کې د بسترونو کمښت

د هلمند د بست روغتون يو شمېر ناروغان او د هغوی پايوازان په دغه روغتون کې د ځای له نشتوالي سر ټکوي. دوی وايي ډېر کله ناروغان پر ځمکه کښېني او د شپې خوب نه شي کولای.
دوی له حکومتي چارواکو غوښتنه کوي چې په دغه روغتون کې دې د بسترونو شمېر ډېر کړي، څو ناروغان وکولای شي په ښه ډول ارام وکړي او ژر يې درملنه وشي.
د ناروغانو پايوازان وايي، ډېر کله په يوه کټ دوه يا درې ناروغان هم پراته وي چې د ځای د تنګوالي له کبله يې يو هم ارام او استراحت نه شي کولای. په بست روغتون کې يوې مېرمن چې دغه روغتون ته يې ناروغه راوستې، کليد ته وويل، د ناروغانو لپاره اسانتياوې ډېرې کمې دي او دې ستونزې دوی اندېښمن کړي دي: ((په يوه کټ کې درې ښځې هم ناستې وي، د شپې خوب نه شي کولای، موږ تر سهاره ورته ناست وو، ځای تنګ دی او ډېر بسترونه نشته چې ټول ناروغان پکې ځای شي.))
له بل لوري د هلمند د بست ولايتي روغتون مشر ډاکټر نثار احمد بارک وايي، که څه هم د دغه روغتون په تشکيل کې د ۱۵۰ ناروغانو لپاره بسترونه لري، خو اوس مهال يې د بې پولې ډاکټرانو په مرسته ۳۲۷ بسترونه چمتو کړي دي.
دوی مني چې دغه بسترونه هم کافي نه دي او کله کله په دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر ۵۰۰ ته رسېږي: ((دا موږ ته اړينه ده چې ډېر ځای ولرو، ځکه زموږ ناروغان تر ۵۰۰ هم رسېږي، چاته خو ځواب نه شو ورکولای، يو څوک د مرګ په حالت کې وي، هغه ته موږ څنګه ځواب ورکړو، ځای بيخي نشته، حتا په ځمکه پراته وي او په ځمکه حتا ځای نشته، نو زه وایم چې موږ باید دغه روغتون پراخ کړو، هغه ځایونه چې موږ لرو هغه باید زموږ په اختیار کې راکړل شي، موږ تر اوسه پورې د ۳۰۰ ناروغانو خدمات لرو، د صحت عامې ستونزه مو تر اوسه همدغه ده، څه به ووايو، په هېواد کې مو اوس هم اداري فساد دی.))
له بل لوري د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر مولاداد توبهګار هم مني چې په دغه روغتون کې د ځای نشتوالي ستونزه پر ځای ده. نوموړی وايي، څو ځلې يې په رسمي او غير رسمي توګه ولايت مقام ته ويلي چې دايمي ځای ته د دغه روغتون په لېږد کې ورسره مرسته وکړي، خو د نوموړي په خبره تر دې مهاله يې دغه مرسته نه ترلاسه کړې. توبهګار زياتوي، که څه هم هلته هم ودانۍ نه لري، خو هڅه کوي يو کمپلکس جوړ کړي او په هغه کې د بست روغتون ټولې څانګې يو ځای ته راټولې کړي: ((لکه اوس چې ملاريا څانګه د ښار په يو ځای کې، د واکسين څانګه د ښار په بل ځای کې ده، هسې به نه وي، هلته بيا هڅه کوو، ټولې يوې ودانۍ ته راټولې کړو، او د خلکو له کرايي کورونو راوځو.)) نوموړی زياتوي، د عامې روغتيا د رييس په توګه هره شېبه چمتو دی چې دغه روغتون له دې ځای دايمي ځای ته ولېږدول شي، خو د نوموړي په خبره، اوس مهال بايد له همدې ودانيو او بسترونو استفاده وشي.
توبهګار زياتوي، د بست روغتون د ناروغانو د ډېروالي او د بسترونو د کمښت ستونزه لويه ده او د عامې روغتيا له وزارت سره يې هم شريکه کړې ده، څو ۳۰۰ نور بسترونه هم د بست روغتون به تشکيل کې ور زيات کړي.
د يادولو ده چې اوس مهال په هلمند کې ۷۳ روغتونونه فعاليت لري چې د بست په ګډون څلور روغتونونه په مرکز لښکرګاه او ۶۸ نور په ولسواليو کې خدمات وړاندې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA