ads

(باهوبلي۲) ټول ريکارډونه مات کړل

د هندي سینما تاریخي فلم باهوبلي۲ چې تر اوسه يې کابو زر کروړه پیسې ګټلې دي، په سينما تر ټولو ډېر چلېدلی، د هندي سينما مينه والو يې تود هرکلی کړی او د باليووډ ټول ريکارډونه يې مات کړي دي.

نویسنده: sarwan
28 غبرګولی 1396
(باهوبلي۲) ټول ريکارډونه مات کړل

د هندي سینما تاریخي فلم باهوبلي۲ چې تر اوسه يې کابو زر کروړه پیسې ګټلې دي، په سينما تر ټولو ډېر چلېدلی، د هندي سينما مينه والو يې تود هرکلی کړی او د باليووډ ټول ريکارډونه يې مات کړي دي.
دغه فلم چې د روان کال د اپرېل په ۲۸مه خپور شو، له خپرېدو سره سم يې په خپله لومړۍ اوونۍ کې د سلطان او دنګل فلم ریکارډونه مات کړل او تر ۱۲۸ کروړه ډېرې پیسې يې وګټلې.
هندي پانګه وال تارن ادرش په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په لومړۍ ورځ د باهوبلي۲ فلم هندي ډول ۴۱کروړه او پاتې درېیو نورو ژبو کې ۸۰کروړه پیسې ګټلې دي چې تر دې وړاندې د هندي سينما په کچه کوم فلم د خپرېدو په لومړۍ ورځ دومره پيسې نه دي ګټلې. ادرش وايي، دی د باهوبلي۲ فلم د خپرېدو له لومړۍ ورځې چې ډېر مينه وال يې لرل او په لومړۍ ورځ يې ډېرې پيسې وګټلې په دې باوري و چې ياد فلم به د ټولو فلمونو ريکارډونه ماتوي او د هندي سينما د لوړ بيه فلمونو په سر کې به راځي. د باهوبلي۲ له خپرېدو نهه ورځې وروسته چې کله د عوايدو حساب وشو، پوره زر کروړه پيسې يې ګټلې وې، د دې فلم تود بازار او ورسره د خلکو مينې، فلم خوله په خوله کړ او تر هر چا یې ورساوه. دې فلم نه يوازې، د پي کې، دنګل، سلطان او بجرنګی بایجان ريکارډونه مات کړل، بلکې د خپلې لومړۍ برخې ريکارډ يې هم مات کړ.
باهوبلي۲ فلم په هندي نه بلکې په ټيلګو ژبه جوړ شوی دی او هندي ژباړه او ډول يې د هندي سینما مشهور ډارېکټر او لیکوال کرن جوهر برابر کړی. کرن جوهر د فلم د خپرېدو په لومړۍ ورځ د دومره ډېر عايد له کبله خوښي څرګنده کړې ده. هغه ويلي چې کار يې ښه پايله ورکړې او په خپلو همکارانو وياړي چې تاريخ جوړوونکی کار کوي. باهوبلي۲ همداراز په تامیل او ملیالام ژبو هم خپور شوی دی چې په يوه وخت په څلورو ژبو نندارې ته وړاندې شو.
تر دې فلم مخکې چې کومو فلمونو ډېرې پيسې ګټلې وې، هغه د عامر خان ((پي کې)) فلم و چې د ټولې نړۍ په کچه يې ۷۹۲ کروړه پيسې ګټلې وې او د لوړ عاید لرونکو فلمونو په سر کې و، خو د باهوبلي۲ په راتلو سره هغه د فلمونو له سر پاتې او دويم شو، هغه فلم ته چې پي کې ماتې ورکړې وه هغه هم د عامر خان دنګل فلم و چې ۷۳۲کروړه پيسې يې ګټلې وې. دنګل هم د هندي سينما يو له پېژندل شوو او ډېر عايد لرونکو فلمونو څخه دی.
د سلمان خان بجرنګی بایجان فلم هم هغه فلم دی چې دنګل مات کړ، بایجان ۶۲۶کروړه پيسې ګټلې وې چې د دنګل په راتلو له پښو ولوېد او ورپسې سلطان فلم و چې ډېرې پیسې يې ګټلې وې. دا څلور هغه فلمونه وو چې د باهوبلي۲ په راتلو سره چې تر اوسه يې زر کروړه پيسې ګټلې دي، له مخې لرې شول او د لړلیک سر باهوبلي۲ ونيو. د دې فلم لومړۍ برخه په ۲۰۱۵ کال کې خپره شوه، چې د هغه وخت د خلکو د تود هرکلي وړ وګرځېده.
په باهوبلي۲ کې د هندي سینما وتلی اداکار پرباس مخکښ رول لري او همداراز په دې فلم کې رڼا ډاګبوټي، انوشکا شیټي، تمنا بهاتیه او رایمه کریشنان کار کړی دی. په فلم کې لوبېدونکو اداکارانو خوښي څرګنده کړې چې د فلم ګرافيک او نورې تخنيکي چارې په زړه پورې وې او دوی په پوره مينه په کې لوبېدلي دي. یاد فلم د هندي سینما یو له هغه فلمونو دی چې په جوړښت يې زیات لګښت راغلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA