ads

پكتيا كې پر درېيو امنيتي مركزونو ډله ييز بريد شوي

نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې يوه ډله ځانمرګو بريد كوونكو په پكتيا ولايت كې پر ۳۰۳ سپين غر زون قوماندانۍ، امنيه قوماندانۍ او د پوليسو د چټك غبرګون پر قطعې بريد كړى دى.

نویسنده: sarwan
28 غبرګولی 1396
پكتيا كې پر درېيو امنيتي مركزونو ډله ييز بريد شوي

نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې يوه ډله ځانمرګو بريد كوونكو په پكتيا ولايت كې پر ۳۰۳ سپين غر زون قوماندانۍ، امنيه قوماندانۍ او د پوليسو د چټك غبرګون پر قطعې بريد كړى دى.
لومړى د دغو درېيو امنيتي مركزونو پر ګډ قراول موټر بم ځانمرګى بريد شوى او وروسته وسله وال ځانمرګي بريد كوونكي د ودانيو داخل ته ننوتلي دي.
د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد رسنيو ته وويل، چې تراوسه پنځه پوليس وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.
هغه زياته كړه، چې امنيتي ځواكونو پنځه بريد كوونكي هم وژلي، يو يا دوه تنه لا مقاومت كوي.
د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او لسګونو پوليسو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA